پنجشېر ولايت کې څه باندې ٦٨٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

پنجشېر ولايت کې څه باندې ٦٨٠٠ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د پنجشېر ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٦٩٥ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٢١٩ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ٥٨٢ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٢٥٣٥ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٢٣٢ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٤٥٨ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ٨٧ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.