پنجشیر!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۴:۱
 پنجشیر!

افغاني سرې میاشتې د هېواد په لسګونو ولسوالیو کې له روغتیایي خدماتو بې برخې هېوادوالو ته د روغتیایي لاسنیوي په موخه په لرې پرتو سیمو کې ګرځند روغتیایي کلینیکونه ایجاد کړي. یادو سیمو کې یوه هم د پنجشیر ولایت د شتل ولسوالۍ د "کورابه" سیمه ده. په کورابه کې د افغاني سرې میاشتې ګرځند روغتیایي کلینیک په تېرو ۲ اونیو کې د ۴۸۴ ناروغانو کتنه کړې او دوی ته یې وړیا درمل ورکړي. همدا ډول یې ۷۳ ښځو او ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي، ۷۵ تنو ته یې پانسمان او زرقیات تطبیق کړي، ۴۵۰ هېوادوالو ته یې د روغتیاساتنې او له ساري ناروغیو د ځان ساتنې په اړه پوهاوی او معلومات ورکړي، ۱۲ میندو ته یې له زېږون مخکې او وروسته خدمات ترسره کړي، ۳۰ میندو ته یې د مور او ماشوم د روغتیاساتنې په اړه خدمات کړي، ۲۲ تنو ته یې د کورنۍ د سالمې ساتنې په برخه کې خدمات ترسره کړي او ۱۲ پر سوء تغذي اخته ماشومانو ته یې درمل ورکړي.

k

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۱۹
Background image

پکتیا کې پر ۶۰۰ بېځایه شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې پر ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۶
Background image

خوست کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۸:۵۰
Background image

ميدان وردګ؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

سې شنبه، ١٣ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ميدان وردګ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٨٣٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS