پنجشیر او پروان
د رضاکارانو ظرفیت لوړونه د افغاني سرې میاشتې له بنسټیزو موخو څخه ګڼل کیږي، په همدې تړاو د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د جمادی الاولی په ۱۸مه د افغاني سرې میاشتې له لورې په پنجشیر او پروان ولایتونو کې ۵۰ تنه رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې او ښې رویې تر سر لیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو. په یاد ورکشاپ کې رضاکارانو ته د ښې رویې، افغاني سرې میاشتې تاریخچې او نړیوال غورځنګ په اړه مالومات ورکړ شو. همداراز د افغاني سرې میاشتې له لورې د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې ۲۰ تنه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایې مرستو دوه ورځنې ورکشاپ د روغتيايي بکسو په وېش پای ته ورسید.
