پروان !
 
              نن له غرمې وروسته د پروان ولایت په سیاګرد او شینوارو ولسوالیو کې خونړیو سیلابونو پراخ زیانونه رامنځ ته کړي. د افغاني سرې میاشتې لومړني معلومات ښیي، چې سیلابونو د سیاګرد ولسوالۍ د چهارده سیمې په قول لچ کلي کې ٦ تنه وړي، چې د ٢ تنو جسدونه موندل شوي او د ٤ نورو نادرکه دي همدا ډول د یادې ولسوالۍ په دهن پنډقستان، خېشکو او پل صدوار سیمو کې هم سیلابونو د هستوګنې کورونه، باغونه او کرنیزې ځمکې له منځه وړي.
