پروان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۵۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
نن شنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۲ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پروان نماینده ګۍ په انګړ کې ۲۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د آلمان د سولې کلي مؤسسې له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لېټره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۷ کیلو نخود، ۱ کیلو شین چای، ۷ کیلو مټر دال، ۲ کیلو مالګه او ۵ کیلو بوره شامل وو.