ولس ته د افغاني سرې مياشتې د لاسته راوړنو يو کلن راپور تشريح شو

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۷:۲۰
ولس ته د افغاني سرې مياشتې د لاسته راوړنو يو کلن راپور تشريح شو

چهارشنبه، ۵ صَفَر، ۱۴۴۷
په تېر ۱۴۴۶ کال کې  د افغاني سرې میاشتې له لوري په هېواد کې له اړمنو، پېښځپلو، راستنو شوو کډوالو، یتیمانو، معلولینو، بې سرپرسته او سوالګرو کورنیو سره د تر سره شوو خدمتونو کلنی راپور د دې ملي ټولنې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن او په عملیاتي چارو کې د سکرتر جنرال د مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام له لوري د مرکزي ریاست د یو شمېر مسئولینو او رسنیو د استازو په شتون کې د رسنیو د مرکز له لارې هېوادوالو سره شریک شو.
د یاد راپور له مخې د تېر یو کال په اوږدو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ټولټال ( ۴۶۹۰۱۱۷ څلور میلیونه، شپږ سوه نوي زره یو سل او اولس ) تنو هېوادوالو ته د خوراکي، غير خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش ترڅنګ د روغتيا، سرپناه، پخو خوړو او پاکو اوبو چمتو کولو برخو کې بشرپال خدمتونه وړاندې شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۶
Background image

خوست؛ پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز او ځاځي میدان، باک، علیشېرو، صبریو، ګربز، نادرشاه کوټ، مندوزیو او تڼیو ولسوالیو پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۱۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس له قلبي روغتون ليدنه وکړه

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې ادارې له لوري په نوي پرانیستل شوي قلبي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

بغلان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۶۲۴ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

BACK TO NEWS