هلمند کې افغاني سرې میاشتې ۱۳۵ تنو رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو روزنه ورکړه!
د افغاني سرې میاشتې د روغتیا د څانګې د کارکوونکو له لوري ۱۳۵ تنو ښځینه او نارینه رضاکارانو ته په هلمند ولایت کې د ساري ناروغیو د کابو کولو او د کویډ ۱۹ خطراتو او مخنیوي په موخه درې ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.