هلمند؛ له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه زده کوونکي فارغ شول

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۸:۱
هلمند؛ له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه زده کوونکي فارغ شول

سه شنبه، ۲۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت اړوند د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه د اداري مهارتونو په برخه کې ۱۲۰ تنه زده کوونکي د درې میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول، چې له مخې یې بریالي زده کوونکي د ډالیو په ورکړې سره وستایل شول.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په یاد ښوونیز مرکز کې ۵۸۰ تنه هغه زده کوونکي چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فيس ورکولو توان نه لري؛ د قرآن کریم، سیرت النبي صلى الله عليه وسلم، لیک لوست، ریاضي، انګلیسي او کمپیوټر برخو کې په وړیا ډول زده کړې ترلاسه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

پروان کې زرګونو ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۴۷۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۳۵
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ۱۴۴٧

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۴۹۷۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې اړوند ۶ دوکانونه د کرایې لپاره مزایدې ته وړاندې شول

شنبه، ۲۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د منډوي په بازار کې د افغاني سرې میاشتې اړوند ۶ دوکانونه د کرایې په موخه په جلا جلا توګه مزایدې ته وړاندې شول.

یاده مزایده د. . .

BACK TO NEWS