هرات!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۹:۱۵
هرات!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستو د همغږۍ او جلب په موخه پرون د ربیع الاول پر ۲۷مه د سیمې لپاره د برتانیې د سره صلیب له مسؤل راجیش سریواسټوا سره خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه. ناسته کې د سیمې لپاره د برتانیې د سره صلیب مسؤل ژمنه وکړه، چې د هرات د زلزله ځپلو لاسنیوی به کوي او هڅه به وکړي، چې مرستې ورته راټولې کړي. نوموړي همدا ډول وویل، چې له افغانستان سره به خپلې مرستې دوامداره وساتي او را روان زېږدیز کال کې به افغانستان کې خپله څانګه هم پرانیزي؛ ترڅو له افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ بشري خدمات ترسره کړي. د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب د څانګې د جوړولو اراده وستایله. نوموړي وویل، چې افغاني سره میاشت به د یو هوکړه لیک له مخې د برتانیې سره صلیب ته د بشري خدماتو لپاره زمینه مساعده کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS