هرات!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۳:۱۵
هرات!

نن د دوشنبې په ورځ د ربیع الاول پر ۲۴مه، د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې په موخه افغاني سرې میاشتې ته د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت د ۱۵۷۵۰ خوراکي بستو له جملې ۲۲۵۰ بستې دبېلابېلو خوراکي توکو مرسته وسپارل شوه.د یادې مرستې د سپارلو پر مهال په عملیاتي چارو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال ښاغلي مولوي عبدالطيف ثابت وویل، له ملک سلمان خیریه بنسټ څخه مننه کو چې تل یې په ستونزمنو حالاتوکې د اړمنو هیوادوالو لاسنیوی کړﺉ او د افغاني سرې میاشتې له لارې يې خپلې مرستې تر اړمنو رسولې دي. د یادونې وړ ده چې په هره خوراکي بسته کې ۶۲ کیلو بېلابېل خوراکي توګي شامل دي.

k

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS