هرات!
افغاني سرې میاشتې د هرات ولايت د زنده جان د ولسوالۍ په اړوندو کليو کې پر ۱۰۰ زلزله ځپلو کورنيو ۵٤٠٠٠٠ افغانۍ نغدي مرسته او پر ٦٠٠ زلزله ځپلو کورنيو ٥٤.٩ ټنه د خوراکي توکو مرسته نن د ربيع الثاني پر ۱۲مه ووېشله. ياده مرسته چې د ترکيې هېواد د الحسنات خيريه بنسټ لخوا چمتو شوې وه، ٤٠ كورنيو ته ٢٤٠٠٠٠ افغانۍ، هرې کورنۍ ته ٦٠٠٠ افغانۍ او ٦٠ كورنيو ته ٣٠٠٠٠٠ افغانۍ، هرې کورنۍ ته ٥٠٠٠ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.د ٦٠٠ كورنيو خوراكي توكو مرسته كې هرې کورنۍ ته ٥٠ کیلو اوړه، ٢٤.٥ کیلو وريژې، ٦ کیلو مالګه، ٤ کیلو بوره، ٥ لیټره غوړي او ۲ کیلو چاې شامل وو.