هرات کې ۲۵۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وویشل شوه!
نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۴مه د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په دهانه کمر کلاغ سیمه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۵۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته د ژمنۍ البسې او خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
په یاده مرسته کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای، ۲ کیلو مالګه، ۱ ډبی B۵ بسکوټ، ۶ ژمني جمپرونه، ۷ جوړه جرابې، ۱ ښځینه ټیکری، ۱ د نارینه پټو، ۲ جوړه بوټان او ۴ جوړه جرابې شاملې دي.