هرات ولایت کې د افغاني سرې میاشتې مرستون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۰:۲۴
خبر

هرات ولایت کې د افغاني سرې میاشتې مرستون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو!

هرات ولایت کې د افغاني سرې میاشتې اړوند د مرستون ودانۍ، چې د ترکیې د سرې میاشتې له لوري یې د بیارغونې چارې پیل شوې وې، نن چهارشنبه د رجب د میاشتې پر ۷مه، ددې خیریه ملي ټولنې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د هرات د والي ښاغلي شيخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار، د ترکیې د سرې میاشتې د سکرتر جنرال د مرستیال ښاغلي محمد شکرو، یاد ولایت کې د ترکیې د قونسلګرۍ مسئول ښاغلي سنان الهان ، د لویدیځ سیمه ییز زون او نمایندګۍ د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په یاد مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپلو څرګندونو کې دغه مرستون د بې سرپرسته مېرمنو او ماشومانو د لاسنیوي او د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې برخه کې یو مهم او اغیزمن مرکز وباله او د پالنې په یاد مرکز کې یې مشمولینو ته د هر ډول اسانتياوو د برابرولو ژمنه وکړه.
ورپسې د ترکیې د سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال غونډې ته په خپله وینا کې د افغاني سرې میاشتې خدمات وستایل او زیاته یې کړه چې د اړیکو د پیاوړتیا او ځواکمنتیا برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي او راتلونکي کې یې د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ډاډ څرګند کړ.
دا راز د هرات والي هم غونډې ته وینا وکړه، نوموړي افغاني سره میاشت د خدماتو په ترسره کولو کې یو فعاله، ناپلوې او خپلواکه خیریه ملي ټولنه وبلله او د ترکیې سرې میاشتې څخه یې مننه وکړه، چې تل یې د طبیعي او غیر طبيعي پېښو پر مهال افغاني سرې میاشتې ته د مرستې لاس ورکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې یادو مراسمو کې هرات کې د ترکیې د قونسلګرۍ مسئول هم په خپلو خبرو کې له افغاني سرې میاشتې د ملاتړ او همکاريو د دوام ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د ۲۸ ماشومانو د زړه عملیاتونه ترسره شوي

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې د بهیر له پیل راهیسې تر دې دمه د ۲۸ ماشومانو د زړه جراحي عملیات د کورنیو او بهرنیو متخصصو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۹
Background image

لغمان؛ پر ۷۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو نږدې ۵ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په نورلام دره کې پر ۷۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو د ۴.۹ ټنه خوراکي توکي مرسته ووېشل شوه.

دغه مرسته د ملک سلمان د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

بدخشان؛ ۱۵۰ سېلاب‌ ځپلې کورنۍ د ۱ میلیون او ۵۷۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۵۰ سېلاب‌ ځپلې کورنۍ د ۱ میلیون او ۵۷۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه مرسته. . .

BACK TO NEWS