هرات؛ د افغاني سرې مياشتې مرستيال د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز خدمات و ارزول

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۴/۷/۴ - ۱۹:۲۳
هرات؛ د افغاني سرې مياشتې مرستيال د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز خدمات و ارزول

جمعه، ۳ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، هرات کې د لویدیځ زون د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز او د سرې مياشتې له ملکيتونو لیدنه وکړه.
ښاغلي حافظ عزيز الرحمن، رواني ناروغانو ته د وړاندې کيدونکو روغتيايي خدمتونو د کیفیت او استوګنځايونو  وضعيت و ارزوه.
 نوموړي مسٸولينو ته د ناروغانو سره پر ښه چلند، نېکې رويې او د نظافت برخه کې پر پاملرنې جدي ټينګار وکړ.
دا راز، ښاغلي مرستیال د افغاني سرې میاشتې ځمکې  او ملکیتونه هم له نږدې وليدل، د حفاظت او غوره ګټې اخستنې په اړه يې لازمې سپارښتنې وکړې، د مسئولینو ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل ډاډ يې ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۲۳
Background image

سرپل کې له سېلاب‌ ځپلې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په هجده بالا کلي کې له یوې هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله سېلاب‌ ځپلې وه، نغدي مرسته ترسره شوه. . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۱۱
Background image

پکتیا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د کلینیکونو د آمرینو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ بشپړ شو

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ ییز زون په کچه په پکتیا ولایت کې د ۵ ولایتونو د ثابتو کلینیکونو آمرینو ته د ساري ناروغیو تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۷:۴۱
Background image

هرات کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د سروستان په کلي کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې یوه کورنۍ، چې ځاني او مالي. . .

BACK TO NEWS