نورستان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸۰ نورو کورنیو ته خوراکي مرسته وویشل شوه!
نن یو ځل بیا د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د کوشت او سرپل د کلیو ۸۰ داخلي بې ځایه شویو کډوالو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري شوې ده؛ په کې ۲۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې او ۶ لیتره غوړي شامل دي.
په تېرو څلورو نورو ورځو کې هم په نورستان ولایت کې له ۷۰۰ نورو داخلي بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته ترسره شوې وه.
