نن د چهارشنبې په ورځ پکتیا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص لخوا د ولایتي مجامع د اعضاو پرانیست غونډه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۸:۳۷
نن د چهارشنبې په ورځ پکتیا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص لخوا د ولایتي مجامع د اعضاو پرانیست غونډه!

نن د چهارشنبې په ورځ پکتیا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص لخوا د ولایتي مجامع د اعضاو پرانیست غونډه د ټولنې، ولسي وګړو او د افغاني سرې میاشتې تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه. ناستې ته د وینا پر مهال ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ګډونوالو ته له ښه راغلاست وروسته وویل "د اړمنو او زیانمنو لاسنیوی زمونږ مسؤلیت دی؛ که مونږ د ولس لاسنیوی د خپلو کورنیو د غړو په څېر ونکړو، نو خپله ټولنه په پښو نشو درولی".نوموړي وویل "زمونږ ولس یو جسد دی؛ که په یوه سیمه کې یوه کونډه په لوږه ویده کېږي نو باید ټوله سیمه لکه یو جسد ناراحتي احساس کړي". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "مونږ ځکه په ټولنه کې د استازو ګام اخیستی ترڅو د اړمنو او زیانمنو غږ پر خپل وخت تر مونږ راورسېږي، مونږ چې له هر ځایه مرسته راجلبوو؛ هغه د ولسونو ده". نوموړي وویل "یوازې مرستې زمونږ هېوادوال په پښو نشي درولی؛ لازمه ده پر خپلو لاسونو هغه څوک له پریوتي حالته راپورته کړو، چې واقعاً اړمن او زیانمن وي؛ یو بل ته لاس ورکول له فقره د خلاصون لاره ده". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "مونږ هڅه پیل کړې، چې اړمنو کورنیو ته د کار زمینه برابره کړو؛ په دې ډول به مونږ خپله ټولنه پر ځان بسیا کړې وي؛ راځئ د خپل ملت په لاسنیوي کې په اتفاق کار وکړو". نوموړي د غونډې ګډونوالو ته وویل "مونږ او تاسې به په ګډه کار کوو؛ ترڅو ملت له ستونزو او کړاوونو وژغورو". غونډې کې د ولایتي مجامع یو تن غړي مولوي شیرین محمد د خپلو خبرو پر مهال وویل ."افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکول زمونږ اخروي ګټه ده او دا یوه ستره کړنه ده، چې د اړمنو غږ د افغاني سرې میاشتې تر رهبرۍ ورسوو". نوموړي وویل "زمونږ هڅه به وي چې په پوره اخلاص خدمت وکړو". غونډې ته د ولایتي مجامع بل غړي حاجي حضرت ګل وویل "پر مونږ لازمه ده د افغاني سرې میاشتې ملاتړ وکړو او هیلې یې تر منزله ورسوو". یو تن بل غړي حاجي محمد شفیق توتاخېل په خپلو خبرو کې وویل "مونږ به کامله هڅه کوو، چې اړمن تشخیص کړو، د افغاني سرې میاشتې اړوندو ادارو ته یې پر وخت ور وپېژنو او ژمنه کوو، چې حق به حقدار ته رسوو".

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۲:۵۴
Background image

بغلان ولایت کې پر ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو دېرش میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

بغلان ولایت کې پر ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو دېرش میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

نن یکشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۲۲مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د آى سي آر سي نړيوالې کمېټې په مالي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۲:۴۹
Background image

هرات ولایت کې ۲۵۶۹۵ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي

هرات ولایت کې ۲۵۶۹۵ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي

د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تېرو ۳۰ ورځو په لړ کې د هرات ولایت په بېلابېلو سيمو کې د یادو ناروغانو له جملې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۲:۴۶

BACK TO NEWS