نن د پنجشنبې په ورځ کابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس په لاس د ولایتي مجامع د اعضاو د غونډې پرانیسته د مرکزي ریاست په ودانۍ کې وشوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۸:۹
نن د پنجشنبې په ورځ کابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس په لاس د ولایتي مجامع د اعضاو د غونډې پرانیسته د مرکزي ریاست په ودانۍ کې وشوه!

نن د پنجشنبې په ورځ کابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص په لاس د ولایتي مجامع د اعضاو د غونډې پرانیسته د مرکزي ریاست په ودانۍ کې وشوه. غونډه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ګډونوالو ته له ښه راغلاست وروسته په خپلو خبرو کې وویل "افغانستان لسګونه کلونه جګړو ځپلی او د کونډو شمېر مو ډېر زیات دی؛ په دغو جګړو کې زمونږ د هېواد ډېره برخه ویجاړه شوې او کله چې هېواد ویجاړ شي، نو معلومه ده چې ولسونه به یې له سختو کړاوونو سره مخ کېږي او بېوزلي به زیاتېږي، خو پر افغانستان د نړیوالو د اقتصادي بندیزونو له امله مونږ له لا ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان شوي یو؛ مونږ همت له لاسه نه ورکوو او له ناخوالو او ستونزو د وتلو لپاره یو او بل ته لاس ورکوو؛ ترڅو وکړای شو د هېواد په هره برخه کې د اړمنو لاسنیوی وکړو". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د غونډې ګډونوالو ته وویل "ستاسې مسؤلیت دی، چې مونږ ته به سخت ترین اړمن راپېژنئ او مونږ به یې له خپلو امکاناتو سره سم لاسنیوی کوو؛ افغاني سره میاشت له کوم توپیر پرته د هر بشر لاسنیوی کوي". نوموړي وویل "زمونږ ګډ مسؤلیت دی، چې په ټولنه کې د فقر له امله پریوتي وګړي له ځمکې راپورته کړو او له یو او بل سره په پرلپسې اړیکه کې واوسو". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "افغاني سره میاشت پر دې کار کوي، چې څنګه وکړای شو اړمنو ته واړه کاروبارونه ایجاد کړو؛ مونږ په دې برخه کې لاس په کار شوي یو". غونډه کې د ولایتي مجامع یو تن غړي عبدالرازق په خپلو خبرو کې د د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو د ستاینې تر څنګ ژمنه وکړه، چې دوی به خپل مسؤلیت په اخلاص ترسره کړي. یو تن بل غړي مولوي عوض علي خپلو خبرو کې وویل "د خوښۍ ځای دی، چې اوس د سرې میاشتې دروازو ته اړمن نه درېږي، بلکې افغاني سره میاشت د اړمنو او زیانمنو لاسنیوي ته کورونو ته ورځي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS