ننګرهار

افغاني سره میاشت تل هڅه کوي چې د ټولنې په کچه د پیښیدونکي ګواښونو په اړه عامه پوهاوی ترسره کړي تر څو خلک د زیانمن کیدو څخه وژغورل شي، په همدې موخه د روان ۱۴۴۴ کال د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۹مه نیټه د افغاني سرې میاشتې له لورې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۱۰۰ تنه کلیوالو ته د پیښو او ګواښونو د زیانونو د کمښت تر عنوان لاندې د عامه پوهاوي یو ورځنى ورکشاپ ترسره شو.
