ننګرهار!
د ختیځ زون په کچه ننګرهار ولایت کې افغاني سره میاشت درواني ناروغانو د ساتنې او درملنې لپاره ستر مرکز لري، چې شاوخوا ۹ نهه میاشتې وړاندې یې فعالیت پیل کړی دی. یاد مرکز ته تر دې دمه له ۱۴ولایتونو څخه ټولټال ۱۰۴۹ تنه رواني ناروغانو مراجعه کړې ده، چې له ډلې یې ۷۰ تنه رواني ناروغان تر درملنې لاندې دي. یادو ناروغانو ته د درملنې ترڅنګ د تابلو مطابق صحي خواړه هم ورکول کېږي.