ننګرهار!
نن دوشنبه د ربيع الاول د مياشتې پر ۱۷مه، د افغاني سرې مياشتې له لوري ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې پر ۱۰۰ سېلاب ځپلو کورنيو ۱۵ قلمه د غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۶ کمپلې، ۲ ترپالونه، ۶ د اوبو بوشکې، ۱ ستل، ۱۴ چکۍ صابون، يو بېک او یو شمېر نور غير خوراکي توکي شامل وو. تېره ورځ هم افغاني سرې مياشتې د جلال اباد ښار اړوند او د بهسود ولسوالۍ له ۱۰۰ سېلاب ځپلو کورنيو سره مرسته کړې وه.