ننګرهار
وروستیو سیلابونو ننګرهار ولایت کې د مرګ ژوبلې ترڅنګ له سلګونو پورته کورونه ړنګ او زیانمن کړي. افغاني سرې میاشتې له سیلابونو د وګړو د ژغورولو په عملیاتو کې د ګډون ترڅنګ په تېره یوه میاشت کې سلګونو زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ویشلي او دا لړۍ لا هم دوام لري. د یادې مرستې په لړ کې افغاني سرې میاشتې پرون د صفرالمظفر پر ١٨مه د جلال اباد ښار او ناحیو اړوند ٦٠٠ سیلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو ٩١ ټنه مرسته وویشله. دغې هرې کورنۍ ته په ١٥٠ کیلویي ٨ قلمه مرسته کې هرې کورنۍ ته وړه، وریژې، غوړي، لوبیا، بوره، چای، مالګه او بسکیټ ورکړل شول.