ننګرهار!
              د ننګرهار ولایت افغاني سرې میاشتې ګرځند روغتیایې ټیم، خپل فعالیت د یاد ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې تر سره کړ ، چې په ترڅ کې یې په تیرو دري ورځو کي ۱۲۷ تنو ناروغانو په وړيا ډول معاينات او درملنه وکړه. یاد ټیم په روغتيايي توکو او پرسونل لومړنى سمبال ټيم دی، چې د تور غر سیمه کې يي بیوزله هیوادوالو ته روغتيايي چوپړتياوې وړاندې کړې، چې ځايي خلکو دسرې مياشتې دا چاره وستايله او ډېر خوښ شول.
