ننګرهار کې ۵۰ بې سرپرسته اړمنو کورنیو سره د ځان بسياینې لپاره نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۴۴
ng

چهارشنبه، ۱ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار کې له ۵۰ بې‌ سرپرسته اړمنو کورنیو سره د ځان‌ بسياینې او کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره یو نیم میلیون (۱،۵۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
دا مرسته چې د ختیځ زون په مرستون کې ترسره شوه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
یادو کورنيو تر دې وړاندې د اچار جوړونې، بیک ګنډنې او د هګۍ لرونکو چرګو د روزنې په برخو کې په نظري او عملي بڼه پنځه میاشتنۍ حرفوي زده کړې بشپړې کړې وې.
تمه ده، چې یادې کورنۍ به د ترلاسه شوې نغدي مرستې په وسیله کوچني کاروبارونه پیل کړي، څو خپلې ورځنۍ او بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي او تر ځان‌ بسیاینې ورسېږي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم پر دغو کورنیو نږدې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۸:۶
Background image

لوګر؛ ۸۰ رضاکارانو ته د رواني ملاتړ او روغتیا ساتنې اته ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۱۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت په نمایندګۍ کې د رواني ملاتړ او روغتیا ساتنې په اړه اته ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

دغه ورکشاپ، چې د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۹:۳۴
Background image

هرات؛ د حرفوي زده کړو استادانو او زده‌ کوونکو ته ۳۹۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې د اقلیمي بدلون پروژې تر چتر لاندې د حرفوي زده کړو د مرکزونو ۴ ښځینه استادانو او ۵۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بغلان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې هغې کورنۍ ته، چې د اورلګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

یاده. . .

BACK TO NEWS