ننګرهار کې د زلزله ځپلو ملاتړ؛ ۱،۰۰۰ کورنیو ته روغتیايي او کرامت بستې ووېشل شوې

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۶:۱۹
N

دوشنبه، ۲۶ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې ۱،۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته روغتیايي او انساني کرامت بستې ووېشل شوې.

یاده مرسته چې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ برابرې شوې وه، له مخې یې ۷۰۰ کورنیو ته د روغتیا ساتنې بستې او ۳۰۰ کورنیو ته د انساني کرامت بستې ووېشل شوې.

دغه مرسته د روغتیايي ستونزو د مخنیوي او د زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.

افغاني سره میاشت له زیانمنو کورنیو سره د مرستو او لاسنیوي چارې په پرله‌ پسې او منظم ډول ترسره کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۵۵
Background image

د ځان بسياينې پر لور؛ هرات کې ۱۵۰ بې‌ سرپرسته مېرمنو ته حرفوي زده‌ کړې ورکول کېږي

شنبه، ۲ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د لوېدیځ زون د مرستون آمریت له لوري په هرات ولایت کې ۱۵۰ بې‌سرپرسته مېرمنو ته د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه روان دي، چې موخه یې د هغوی اقتصادي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۸:۸
Background image

خوست؛ ۲۵ تنه رضاکارانو ته د پېښو مدیریت روزنه ترلاسه کړه

شنبه، ۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د خوست ولایت د نماینده‌ ګۍ په ریاست کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۶:۹
Background image

زابل کې له ۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څه باندې ۲۲ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه

شنبه، ۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ له ۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره ۲۲.۶۵۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته چې د ترکیې سرې. . .

BACK TO NEWS