ننګرهار کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!
د جمعې په ورځ د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د شوال میاشتې پر ۱۳مه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کي د ۷۵۰ اړمنو او بېوزلو سروې شویو کورنیو له جملي څخه ۲۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست عمومي ریس ښاغلي مولوي مطیع الحق (خالص) په لاسونو پیل شوه .
یاده مرسته چې د نړیوال فدرېشن له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي،۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای،۲ پاکټه مالګه، ۵ کیلو بوره او یو پاکټ بي پي ۵ بسکېټ شامل وو.
د یادونې وړ ده چې پاتې ۵۵۰ کورنیو ته به یاده مرسته په راتلونکو ورځو کې ووېشل شي.
