میدان وردګ!
افغاني سرې مياشتې نن شنبه، د ربیع الاول د میاشتې پر ۱۵ مه، د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې، ۳۱ ټنه د خوراکي توکو مرسته، چې د اسلامي همکاریو د سازمان په همغږۍ د ملک سلمان خیریه مرکز له لوري چمتو شوې وه، پر ۵۰۰ بېوزله او اړمنو کورنيو ووېشله.په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۶۲ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې په کې اوړه، وریژې، غوړي، لوبیا، بوره او خرما شامل وو.