میدان وردګ!
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ کې وروستیو سیلابونو پراخ مالي زیانونه رامنځ ته کړل؛ پر کورونو سربېره کرنیزې ځمکې او باغونه هم زیانمن شول. افغاني سرې میاشتې زیانمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د مرستې په موخه سروې پیل کړې، چې له بشپړولو وروسته به ۵۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي وویشي.