میدان وردګ؛ پر سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي، غیر خوراکي توکو او نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۴:۵
میدان وردګ؛ پر سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي، غیر خوراکي توکو او نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۰ محرم الحرام ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ په چین زائي سیمه کې پر ۴۱ سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي، غیر خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته ووېشل شوه.

په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو غنم، یوه د روغتیا ساتنې بسته او ۱ سیټ د پخلنځي توکي ورکړل شول.

همدا راز د یادو کورنیو له جملې پر ۱۰ کورنیو چې کورونه يې  بشپړ ويجاړ شوي وو، خېمې او ترپالونه هم ووېشل شول.

ترڅنګ یې له یوې هغې کورنۍ سره چې د سېلابونو له امله يې د ‎کورنۍ یو تن غړي خپل ژوند له لاسه ورکړى و او ځينې نور ټپيان شوي وو، یوه اندازه ‎نغدي مرسته هم ترسره شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۰:۱۶
Background image

خوست کې زرګونه اړمنو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ١٠ صَفَر ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د خوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٥٧٨٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۵۴
Background image

پکتيا؛ د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې سلګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي

دوشنبه، ١٠ صَفَر ۱۴۴٧
 د ‎افغاني سرې میاشتې اړوند د پکتيا ولایت د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ١٨٠ زده کوونکو ته د اسلامي ښوونې، سیرت النبي ﷺ، لیک لوست،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۶:۲۴
Background image

د ختیځ زون د مرستون ممتاز زده کوونکي وستایل شول

یکشنبه، ۹ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري، ننګرهار ولایت کې د مرستون هغه زده کوونکي، چې په بېلابېلو ښوونځیو کې په عالي درجو بریالي شوي و؛ د جلال اباد ښار د پوهنې امريت، ښوونځيو،. . .

BACK TO NEWS