میدان!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۰:۴۴
 میدان!

د میدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو د ویش په موخه سروې پيل شوه! په یاده ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له سیلابونو څو ساعته وروسته زیانمنو کورنیو ته د خیمو، کمپلو، ترپالونو، د اوبو د ذخیره کولو د توکو او د پخلنځي د توکو پر ویش سربېره ۳۰۰ زیانمنو کورنیو ته درې ورځې وړاندې د اوړو، وریژو، غوړیو، لوبیا، بورې او یو شمېر نورو خوراکي توکو مرسته هم ویشل شوې ده. سیمې ته د افغاني سرې میاشتې روغتیاپال هم د سیلاب له راتلو څو ساعته وروسته ورسیدل، چې ټپیانو پر لاسنیوي او درملنه سربېره تراوسه روغتیایي خدمات ترسره کوي. ۵۰۰ زیانمنو کورنیو ته د خوراکي توکو ویش به د سروې له بشپړیدو سمدستي وروسته ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

کونړ کې پر بزګرانو ۲۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۸ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله پر ۱۰۰۰ زیانمنو شوو بزګرانو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۵۹
Background image

کونړ کې له ۱۷۷ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل او څوکۍ ولسواليو پر ١٧٧ هغو مېرمنو، یو میلیون، اته سوه اته پنځوس زره او پنځه سوه (۱،۸۵۸،۵۰۰) افغانۍ نغدي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۴۹
Background image

پروان کې څه باندې ٢۵۰۰ ناروغانو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي

پنجشنبه، ٨ جمادى الأولى ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٤٤٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS