محترم شیخ ملا یار محمد فاروقي د شمال زون د رییس په توګه معرفي شو!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له حکم سره سم د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د لیندۍ پر ۶مه نېټه شیخ ملا یار محمد فاروقي د شمال زون د رییس په توګه دیاد زون د عملیاتي آمر, د بلخ ولایت د سرې میاشتې سرپرست ریيس ، د بلخ مرستون امر, دکلینیک ډاکټرانو او یو شمېر کارکونکو په شتون کې معرفي شو.