لوګر!
د افغاني سرې میاشتې له لوري نن د ربیع الثاني پر ۲۲مه د لوګر ولایت نماینده ګۍ اړوند کلنګار جهادي لیسه کې ۱۰۰ تنه ښوونکو او زده کوونکو ته د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په یاده غونډه کې ګډونوالو ته د سېلابونو د مخنیوي،د افغاني سرې میاشتې د خدمتونو، روغتیا ساتنې، د ځوانانو او رضاکارانو فعالیتونو او پاکو اوبو ته د لاسرسي په اړه معلومات ورکړل شول.