لوګر!
نن د صفر پر ۲۸مه، لوګر ولایت مرکز اړوند په خضر بازار کې د یو عراده هایلکس او ټکسی موټر د ټکر له امله ترافیکي پېښه رامنځته شوه چې له امله يې له دواړو موټرو ۱۱ تنه ټپيان شول. د پېښې رامنځته کېدو سره سم د افغاني سرې میاشتې امبولانسونه د ټپیانو د لېږد او درملنې لپاره سیمې ته ورسېدل.

