لوګر!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۹:۳
لوګر!

د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي مولوي مطيع الحق خالص نن د صفر د مياشتې پر ۲۱مه د لوګر ولايت د مرکز اړوند کلنګار کې په سید محمود کلي کې د يو فرعي روغتيايي کلينيک د جوړښت ډبره کېښوده. د ډبرې ايښودنې مراسمو کې ښاغلي مولوي مطيع الحق خالص له هغه شخص مننه وکړه،چې یاد کلینیک ته يې خپله ځمکه وقف کړې وه. نوموړي وویل "مونږ هغه هېوادوال ستایو، چې خپله په فقر کې ژوند کوي خو نورو ته خير رسوي". نوموړي وویل "افغاني سره مياشت د کوم قوم ټولنه نه ده، بلکې دا د ټول ملت شريکه ټولنه ده او د مشکلاتو په وخت کې بايد پرې غږ وشي او لاس ورکول شي" ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وويل "زموږ ولس څلوېښت کاله جنګونو، اقتصادي بندیزونو، ناخوالو او مشکلاتو ځپلی؛ ځکه خو پراخ لاسنيوي ته اړتيا لري، موږ د خپل ولس د لاسنيوي لپاره هر ډول هڅو ته دوام ور کوو، پر نړيوالو مو د خپل ولس د مرستو لپاره تل غږ کړی او دا خپله وجيبه ګڼو".نوموړي وویل "موږ د امبولانس خدماتو پر موضوع کار کوو او هڅه مو ده، چې ټولو ولايتونو کې د امبولانس خدمات پیل کړو".

lk

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

BACK TO NEWS