لوګر:
په لوګر ولایت کې د خوښۍ ولسوالي وروستیو سیلابونو سخته وځپله. افغاني سرې میاشتې په دغه ولسوالۍ کې سیلاب ځپلو کورنیو ته پرلپسې مرستې رسولي. د یادو مرستو په لړ کې تازه ٤٠٠ سیلاب ځپلو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه. یاده مرسته د خوښۍ ولسوالۍ دوبندي، بر تنګي، اخندخېل، اسلام دره، ابتک، میانه ده تلخاني، سادات، محمدیار او باغیارک کلیو کې وویشل شوه.مرسته کې هرې کورنۍ ته ١٠٠ کیلو اوړه، ٢٤.٥ کیلو وریژې، ١٠ لیتره غوړي، ٨ کیلو لوبیا، ١ کیلو شین چای، ٥ کیلو بوره، ٢ کیلو مالګه او یو پاکټ پسکوټ شامل وو.