لوګر!
د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د رجب په ۱۳مه، د افغاني سرې میاشتې له لورې لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ کې ۴۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته د روغتیا ساتنې په موخه کيټونه وویشل شول. یادو کيټونو کې هرې کورنۍ ته ۷ کلچې د کالیو مینځلو صابون، ۷ کلچې د لاس مینځلو صابون، ۲ د غاښونو مینځلو برشونه، ۱ صابون دانۍ، ۱ د اوبو پلاستیکي سطل، ۱ د اوبو لوټکه، ۵ تختې لاس پاکې، ۲ د اوبو بوشکې او ۲ تختې روجایې، شامل وو.