لوګر!

په يخ ژمي کې راځئ ددې خټينو او خړو پړو کورونو اوسېدونکو لاسنيوى وکړو! په همدې موخه نن پنجشنبه د جمادی الثانی په ۱۹مه، د لوګر ولایت مرکز اړوند التمور، کنجک، نیازی، داود خیل او شاه غاسي کليو کې، د لوګر ولايت د سرې میاشتې کار کوونکو له لورې، د اړمنو کورنيو سروې پيل شوه. د یادونې وړ ده، چې یاده سروې به دوه ورځې دوام وکړي.

