لوګر ولایت کې ۲۵۰ کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته ترسره شوه!
نن پنجشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د ذوالقعدې پر ۱۰مه نېټه د افغاني سرې میاشتې د لوګر نماینده ګۍ له لوري د پاکستان هېواد په مرسته د یاد ولایت د خوشي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره ۶ قلمه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په وېشل شوې مرسته کې ۴۰ کیلو اوړه، ۸ کیلو بوره، ۱۰ کیلو وریژې، ۴ کیلو لوبیا، ۶ لیتره غوړي او ۲ کیلو شین چای شامل وو.