له سوال کولو د مخنیوي په موخه کابل کې له ۸۹ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
یکشنبه، ۲۰ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل په مرکزي مرستون کې له ۸۹ بېرونیو مشمولینو (اړمنو او سوالګرو) کورنیو سره له سوال کولو څخه د مخنیوي او د نورو له محتاجۍ د خلاصون په موخه څلور سوه اته زره (۴۰۸،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
دغه نغدي مرسته د یادو کورنیو د غړو شمېر ته په کتو دوی ته ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده، چې دا ډول نغدي مرستې به له دې وروسته یادو کورنیو ته په میاشتني ډول د بانکي حسابونو له لارې حواله کېږي.
افغاني سره میاشت د هېواد د اړمنو او بې سرپرسته کورنیو لاسنیوي ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي، چې د هغوی ژوند لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
