له ايران راستانه شوي زرګونه کډوال؛ اسلام قلعه کې پاخه خواړه او روغتيايي مرستې ترلاسه کوي

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۱:۵۱
له ايران راستانه شوي زرګونه کډوال؛ اسلام قلعه کې پاخه خواړه او روغتيايي مرستې ترلاسه کوي

جمعه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې د مشرتابه په لارښوونه د هرات ولايت اسلام قلعه بندر کې د ځانګړي پلاوي، ځايي کارکوونکو او رضاکارانو له لورې له ايران څخه راستانه شوو زرګونو کډوالو ته ‎بېړنۍ بشري او ‎روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.
سيمه کې د افغاني سرې مياشتې د دوه‎ ګرځنده روغتيايي ټيمونو لخوا په سلهاوو کډوالو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي، او پر ۴ زرو تازه راستانه شوو کډوالو د پخو خوړو ترڅنګ د څښاک اوبه هم وېشل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې دا لړۍ نه يوازې په اسلام قلعه، بلکې د تورخم او کندهار په انځرګي پنډغالي کې هم دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۲۳
Background image

سرپل کې له سېلاب‌ ځپلې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په هجده بالا کلي کې له یوې هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله سېلاب‌ ځپلې وه، نغدي مرسته ترسره شوه. . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۱۱
Background image

پکتیا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د کلینیکونو د آمرینو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ بشپړ شو

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ ییز زون په کچه په پکتیا ولایت کې د ۵ ولایتونو د ثابتو کلینیکونو آمرینو ته د ساري ناروغیو تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۷:۴۱
Background image

هرات کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د سروستان په کلي کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې یوه کورنۍ، چې ځاني او مالي. . .

BACK TO NEWS