له ايرانه ‎راستنېدونکو کډوالو سره د افغاني سرې مياشتې د بشري مرستو دوام

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۲:۶
له ايرانه ‎راستنېدونکو کډوالو سره د افغاني سرې مياشتې د بشري مرستو دوام

یکشنبه، ۲ صفر المظفر ۱۴۴۷  
 د ‎افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري، د ‎هرات ولایت په اسلام‌ کلا او د ‎نیمروز ولایت په ميلک بندرونو کې له ‎ایرانه راستنو شوو کډوالو ته د پخو خوړو او څښاک اوبو ترڅنګ  روغتیايي خدمتونه روان دي. 
نن ورځ، په سيمه کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري سلګونه کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ هرات کې پر ۳ زرو او نيمروز کې پر ۳۰۰ تنو تازه راستنو شوو کډوالو  پاخه خواړه او د څښاک پاکې اوبه ووېشل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۶
Background image

خوست؛ پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز او ځاځي میدان، باک، علیشېرو، صبریو، ګربز، نادرشاه کوټ، مندوزیو او تڼیو ولسوالیو پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۱۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس له قلبي روغتون ليدنه وکړه

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې ادارې له لوري په نوي پرانیستل شوي قلبي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

بغلان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۶۲۴ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

BACK TO NEWS