لغمان
افغاني سرې میاشتې د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ کې د تېرې میاشتې د سیلابونو له امله له ۴۰۰ زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړه.
یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کليو اوړه، ۲۴.۵ کيلو وريژې، ۱۰ ليتره غوړي، ۸ کيلو لوبيا، ۵ کيلو بوره، ۱ کيلو شين چای او ۲ کيلو مالګه وویشل شول.