لغمان
د جمادی الاولی په ۲۳مه، د افغاني سرې میاشتې د مجامع ولایتي ریاست د محترم پلاوي له لوري د لغمان ولایت مرکز اړوند اوله او دوهمه ناحیه کې د علمای کرامو، ځوانانو، محصلینو او قومي مشرانو درې کسیزه شوراګانې جوړې شوې. د دې شوراګانو د جوړیدو موخه د افغاني سرې میاشتې ملي کیدل، د وګړو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول دي.