د افغاني سرې مياشتې مرستيال د اوبو کندو د ترميم پروژو د پلي کېدو په موخه بلخ ته ورسېد

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۱۲
L

سې شنبه، ۱۱ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې مرستيال ښاغلی حافظ عزيز الرحمن د بلخ او سمنګان ولايتونو کې د اوبو د کندو د ترميم پروژو د پلي کېدو په موخه بلخ ته ورسېد. 

ټاکل شوې ده، چې نوموړی به د خپل سفر په لړ کې د يادو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د اوبو دکندو پروژې پلي کړي، چې موخه يې 

د سيمې اوسېدونکو لپاره پاکو اوبو ته لاسرسی او د لومړنیو اړتیاوو پوره کول دي، چې دا به د عامې روغتیا د وضعیت په ښه‌والي کې مهم رول ولوبوي.

د دواړو ولایتونو په کچه يادې پروژې په ټوله کې د اوبو ۶۰۰ کندو ترمیم تر پوښښ لاندې نیسي، چې شاوخوا ۵۰۰ زره تنه به ترې ګټه واخلي او ۱۸۰۰ کاریګرو ته به د کار زمینه برابره شي.

سربېره پر دې، ښاغلی مرستيال به د خپل سفر په لړ کې د شمال زون اړوند د نمايندګيو له بېلابېلو څانګو او فعاليتونو څخه ليدنه وکړي، څو موجودې ستونزې او نيمګړتياوې و ارزوي او د حل لپاره يې لازمې لارښوونې وکړي.

تمه ده، چې دغه سفر به د افغاني سرې مياشتې د فعاليتونو د پياوړتيا، همغږۍ او اغېزمنتيا په برخه کې مثبتې پايلې ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۱۵
Background image

کابل؛ د ستونزو د مدیریت ۱۲ ورځنی ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۱۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د رواني سلاکارانو او ډاکټرانو لپاره د ستونزو د مدیریت په برخه کې ۱۲ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د ډنمارک سره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۴
Background image

ارزګان؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

شنبه، ۱۵ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۷۰۷ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۱
Background image

نورستان؛ په کامدېش او برګمټال کې د جګړو له امله ۱۷ زره اغېزمنو کورنیو ته د مرستو وېش پای ته ورسېد

شنبه، ۱۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د جګړو له امله ۱۷ زره اغېزمنو کورنیو ته د بشري مرستو وېش نن بشپړ شو.

د ټاکل شوي پلان له مخې، په کامدېش ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS