لغمان

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۷:۵۲
لغمان

لغمان هغو ولایتونو کې ګڼل کېږي،چې وروستیو سیلابونو په کې پراخ زیانونه واړول.د پېښځپلو لاسنیوی او ډاډ ورکول د افغاني سرې میاشتې په لومړیتوبونو کې ګڼل کېږي. په همدې موخه د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن د صفرالمظفر پر لومړۍ لغمان ولایت ته سفر وکړ. نوموړي لومړی په لغمان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ ته ولاړ، چې د رضاکارانو له لوري یې تود هرکلی وشو. ورپسې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د لغمان ولایت له قومي مشرانو سره لیدنه وکړه او شته ستونزې یې واورېدې.‏نوموړي قومي مشرانو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ویې ویل "د اړمنو لاسنیوی او مرسته زمونږ او ستاسې ګډ مسؤلیت دی".

په دغه سفر کې افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې مشر ښاغلي فرید ضیاء هم د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ملتیا کوله.

 

لغمان

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۹:۳۴
Background image

هرات؛ د حرفوي زده کړو استادانو او زده‌ کوونکو ته ۳۹۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې د اقلیمي بدلون پروژې تر چتر لاندې د حرفوي زده کړو د مرکزونو ۴ ښځینه استادانو او ۵۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بغلان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې هغې کورنۍ ته، چې د اورلګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۷:۱۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ اداري ناسته وشوه

چهار شنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌. . .

BACK TO NEWS