قطر!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۲:۲۴
قطر!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او د قطر الخیریه مرستندوی بنسټ د مسؤل ښاغلي نواف الهمداني ترمنځ د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو او افغانستان کې د بشري مرستو په اړه ناسته وشوه. ناسته کې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د هرات د زلزلې له امله پر رامنځ ته شویو زیانونو او د زلزله ځپلو پر اړتیاو او مرستو خبرې وکړې او زلزله ځپلو ته د کورونو د بیا جوړولو په اړه یې د نړیوالو د مرستو غوښتنه وکړه.ناسته کې د قطر الخیریه مرستندوی بنسټ مسؤل ښاغلي نواف الهمداني ژمنه وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې له لارې به په بیړه د هرات له زلزله ځپلو سره د ۲۰۰۰ خوراکي بستو مرسته وکړي او ترڅنګ به یې زلزله ځپلو کورنیو ته د خیمو او کورونو د جوړښت په برخه کې ونډه ولري. نوموړي همدا ډول له افغاني سرې میاشتې سره د دوامدارې همکارۍ هیله وښوده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۸
Background image

پکتیکا؛ پر اړمنو مېرمنو درې میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د ‎افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې پر ۳۰۰ هغو مېرمنو چې د خوړو له کمښت سره مخ وې؛ په درېیم پړاو کې درې میلیونه افغانۍ نغدي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۳۴
Background image

کابل؛ د مرکزي مرستون پخلنځی له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

چهارشنبه، ۷ جمادي الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي مرستون کې د ترکیې سرې میاشتې په مالي مرسته د پخلنځي د بیارغونې چارې بشپړې او له ۳۴ قلمه بېلابېلو وسایلو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۲۲
Background image

کونړ کې له ۷۵۰ بزګرانو سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۷ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې له ۷۵۰ وچکالۍ ځپلو بزګرانو سره اتلس میلیونه او اووه سوه پنځوس زره (۱۸،۷۵۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي. . .

BACK TO NEWS