فاریاب ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو سره مرسته ترسره شوه!
د یکشنبې په ورځ د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د شوال میاشتې پر ۱۵مه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د فاریاب ولایت په مرکز کې ۳۰۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې هېواد له لوري چمتو شوې وه؛ د هرې کورنۍ لپاره پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۲ لیتره غوړي، ۱ قوطی رُب، ۲ کیلو بوره، ۶ پاکټه مکروني، ۱ کیلو نخود، ۱ کیلو لوبیا، ۱ کیلو عدس، ۱ کیلو دال، یوه روجایي او ګڼ نور توکي شامل وو.