غور ولایت کې ۳۰۰ کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه!
پنجشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۷ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د غور ولایت د فیروزکو ښار په بېلابېلو سیمو کې ۳۰۰ پېښځپلو او اړمنو کورنیو سره د ترکیې هېواد له لوري چمتو شوې د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
په یاده مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو غوړي، ۱ قوطی رُب، ۱۰ پاکټه مکروني، ۴ کیلو اوربشې او ۲ کیلو مالګه شامل وو.