غزني
د افغاني سرې میاشتې ګرځنده روغتیایي ټیم روغتیا پالان د خوګیاڼي ولسوالۍ په شیخ آګاه کلي کې په وړیا ډول د ناروغانو درملنه کوي. د افغاني سرې میاشتې ټولنه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په لسګونه ګرځنده روغتیایي ټیمونه لري، چې په وړیا ډول په لرې پرتو سیمو کې له روغتیایي مرکزونو د لرې وګړو درملنه او روغتیا پالنه کوی.