غزني!
د افغاني سرې میاشتې ګرځند روغتیایې ټیم روغتیاپالانو د تیرې اونۍ راهیسې غزني ولایت خوګیاڼي ولسوالۍ په لرې پرتو غرنیو سیمو کې؛ ۳۱۷ نارینه او ښځینه ناروغانو کتنه او وړیا درملنه کړې، ۴۸ ناروغانو ته یې زرقیات، ۶ تنو نورو ته یې پانسمان او د نرسنګ لازم خدمات ترسره کړي. همدارنګه يي ۶۳۴ تنو ته روغتیایي لارښوونې کړي. د یاد ټيم قابلې ډاکټرې هم ۶۲ مېرمنو ته د نسایي او کورني تنظیم په برخه کې لازم او وړیا خدمات ترسره کړي دي.