غزني کې د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس ۶۰۰ کورنیو ته د مرستو په ویش کې ګډون وکړ
نن چهارشنبه د سلواغې پر ۱۳مه د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص په غزني ولایت کې ۶۰۰ کونډو، یتیمانو، بې سرپرسته او اړمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو په ویش کې ګډون وکړ.
یاده مرسته چې د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري چمتو شوې وه، په کې ۴ بوجۍ اوړه، دوه کارتنه خوراکي توکي، دوه بړستنې او یو شمېر ژمني توکي شامل وو.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د مرستو له ویش وړاندې خبریالانو سره په مرکه کې وویل، چې دوی د هېواد روان غربت ځپلی حالت له هر چا ډېر درک کوي او هڅه کوي د خپلو هېوادوالو د لاسنیوي لپاره خپلې مرستې نورې هم پراخه او ډېرې کړي.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس په غزني ولایت کې اړمنو ته د مرستې له ویش وړاندې همدا نن په میدان وردګ ولایت کې هم ۱۹۳ اړمنو کورنیو ته د ژمنیو توکو د مرستې په ویش کې ګډون درلود.

